«لمونځ کوونکی د ملک کور دروازه ټکوی. او هغه څوک چی دروازه ټکوی هغه به ورته خلاصه سی.»
د اسلام مکرم پیغمبر حضرت محمّد(ص)
«د ماښام لمونځ لکه یو تخم دی او د ماخستن لمونځ لکه یوه ریښه چی په تاریکی کی وده کوی او د سهار لمونځ بیا لکه د ژوند غوټی ده چی د مځکی څخه سر راباسی. او د غرمی لمونځ بیا لکه ښا خ او برگ دی اود ماذیگر لمونځ بیا لکه د عبادت ددونی میوه ده . ویل سویدی چی که هر چاه د ماذیگر لمونځ قضا کړی نو خپل اهل او مال باندی ئی ظلم کړیدی.»1
مولاناالمعظم حضرت شاه مقصود صادق عنقا د صلات په رساله کی داسی فرمایلی دی:
ای گرانه ! ددین اوصول اجتهادی نه دی د اسلام د دین د اصولو د پیژندلو وروسته لومړی فریضه لمونځ دی اوداهغه څه دی چی د دین په اوصولو کی پوره معرفت پر حاصل سوی دی اودلمانځه فریضه چی د مومن د صالح عمل حقیقت او دابیا د لمانځه د حقیقت تائیدول دی په کارئی واچوه تر څو دا اماره نفس د عباداتو په فضل و قدسی نفس ته ورسیږی او د الهی عطیات پیدا کړی.»
د لمانځه اهمیت او لویوالی په هغه اندازه دی چی ددین ستون ورته ویل کیږی او په واقعیت سره د اسلام او ایمان ثمر دی.»2
_____________________________
مآخذ:
1. Sadegh ANGHA, Hazrat Shah Maghsoud, Al-Salât, the reality of Prayer in Islam, M.T.O. Shahmaghsoudi Publications, Riverside, CA, USA, 1998, p.20.
2. Ibid, p.1.
بیرته شاته | اصلی پاڼه | لوړ | د مستقیموافاضاتو برخه | د مکتب سره تماس
د مکتب وب سایت
د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب
داویسی شاه مقصودی طریقت مکتب د (اسلامی عرفان ښوونځی) یو مذهبی او غیر تجاری سازمان دی چی هدف ئی د دین د واقعیت او د اسلام د لوړو تعالیماتو د حقایقو اعلانول او د حقیقت دلاری د طالبانو او لټونکو د زده کړی او لارښوونی دنده په غاړه لری.
خانقاوی
قرآن
تمرکز
فعالیتونه
. MTO Sufi Associations
. MTO Sufi Society
. MTO College
. MTO Holistic Health Center
. MTO Sufi Psychology
نشرآت
. MTO Publications
. MTO Printing