MTO        

لمونځ

        معنوی ارکان په عبادت کی
                  ذکر : دخدای یادول
                  د زړه حضور
                  د لمانځه نورمعنوی ارکان
        د لمانځه مقدمات
         ورځنی "یومییه "لمونځونه
        د لمانځه ارکان 1
        د لمانځه ارکان 2
        عملی کتنه او اسرار او د لمونځ کوونکی حرکتونه

د لمانځه ارکان

مقدّمه

د لمانځه اقامت د غړو د اعمالو اود زړه او د ژبی په ذکرو سره دی ، کوم چی د لمانځه واجبات او یا مقارنات ورته ویل کیږی: نیّت، تکبیرة الاحرام، قیام، قرائت، رکوع، د رکوع سره تړلی قیام ، سجده، تشهّد، او سلام دی .

هر یو ددی ذکر سوو اعمالو او اذکارو برسیره پر دی ظاهری صورت باندی یو ه معنا او روحنیت لری، کوم چی د لمونځ کوونکی دعروج و لوړو درجو او د لوړی څوکی او حضرت باری تعالی ته د نژدیوالی تضمین کوونکی دی،

كه ظاهر بيلي معني څخه وي ،لسانى زكر د معني څخه خالي لفظ دي, يو بي مغزه ﭗوست دي او لكه يو بي جانه جسم چي حقيقي ارزښت نه لري. 1

مولا علي عليه السلام فرمايي: " زما حبيب رسول (ص) ىدخداي وويل: اي علي! داﭗنځه وخته لمونځ زما د امت دﭗاره لكه يوه واله چي دهر چاه ﭗر دروازه باندي جاري ده . نو څه فكر كوي كه د چاه تن خيرن وي او ﭗنځه واره هغه ومينځل سي أيا خيرن به ﭗاتي سي؟ ﭗه خداي قسم چي دا ﭗنځه وخته لمونځونه زما د امت د ﭗاره داسي معني لري." 2


_____________________________
مآخذ:
1- Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Salat, the Reality of Prayer in Islam , M.T.O. Shahmaghsoudi Publications®. pp.14-15
2- Ibid. p.37