اسلام
د اسلام اوصول
مسلمان څوک دی؟
لمونځ
د لمانځه باطنه واقعیت او ظاهره ارکان
ارمعنوی ارکان په عبادت کی
     ذکر : دخدای یادول
     د زړه حضور
     د لمانځه نورمعنوی ارکان

اسلام

د اسلام ﭙيام 1400 كاله د مخه د اوومي ميلادي ﭙيړي ﭙه لومړي لسمه كي د حضرت ابراهيم ﭙه كورني كي د اخيري وحي تر عنوان لاندي و حضرت محمد (ص) ته راغلي. ﭙه قران كريم كي الهي سﭙيڅلي كلمي دي چي د وحي دلاري ﭙر نبي اكرم باندى نازل سو.

اسلام د << سلم>> د لغت څخه اخيستل سوي دي چي د سولي او خداي تعالي ته د << تسليم>> ﭙه معني دي. د <<الله >> كلمه د خداي ﭙه معني ده چي مقصد ئي نه هر معبود دي بلكه يواځيني او يو خداي دي .1 1

رسول اكرم حضرت محمد (ص) د خداي تعالي د ﭙيزندني د څرنكوالي ښوونه كړيده چي د خﭙل ځان ﭙيزندني دلاري امكان لري. دداسي ﭙيزندني د حصول دﭙاره بايد دوجود د يواځينيتوب اصل (توحيد) چي ﭙر ټول عالم باندي حاكم دي تر لاسه سي اوﭙه هستي و مكنون علم ته تسليم سي.

. دتوحيد اصل دادي چي هر څه چي ﭙه هستي كي سته ټول ﭙه يوه هر اړخيزه ارتباط لري او عموميت لري.دغه كليت او يواځينيتوب د يواځيني خالق دي چي مسلمانان هغه ته << الله >> او مسيحيان ورته (God) وائي. 2

و ازلي علم ته د <<تسليم >> د لاري انسان د علم او عقل ﭙر بنسټ چي ټينك كامونه د حقيقت دﭙيزندلي د ﭙاره ﭙورته كوي نو د دده اعمال به د جهل او تعصب ﭙر بنسټ او ايمان به ئي د ﭙټو ستركو ايمان نه وي. ولي ﭙه خواشيني سره بايد ووايو چي ﭙه ټولنه كي د تسليم د اصل څخه غلطه اخيستنه رواج ده او تسليم د ناتواني او ﭙه يو چا ه ﭙسي د تك ﭙه معني ﭙيزني. ولي دا د ﭙټو ستركو ايمان ؛ خرافات او ﭙه يو چاه ﭙسي تك هغه قدر ندي كوم چي خداي تعالي د انسان ﭙه معنوي مقام كي ايښي دي.

دلته د امير مومينين علي (ع) د بشريت روښانه څراغ داسي فرمايلي دي:

<< اسلام تسليم دي او تسليم بيا عبارت دي د وجود ﭙه واقعيت كي استقرار او ثبات .>>3

داسي تسليم او استقرار د اسلام د زوند بخښني نښانه ده ځكه دا د انسان ﭙه وجودى مركزيت يعني زړه كي يوه اوښتنه باطني انقلاب منځ ته راولي. دلته ټول محدودنه ؛ واټنونه او موهومه دوكانكي د منځه ځي او د خداي تعالي يواځنيتوب (توحيد) چي د اسلام ﭙه سﭙيڅلي دين كي لومړي اصل دي را څركنديږي.

ﭙدغه د خلوص ﭙه مرتبه كي د سالك د زړه څخه د حكمت سرچيني دده ﭙر زبه باندي راوانيږي او داسي شيان ويني او اوري چي تر اوسه ﭙوري ئي نه اوريدلي او نه ليدلي او نه د بشر ﭙه زړه كي را څركند سويدي؛ او تجليات او صفات ﭙه عيان عين ويني. هر وخت چي خداي تعالي د بنده خير وغواړي نو ئي دده د زړه ستركه خلاصوي؛ ﭙه سلوك كي جزبه ؛ د رحمت باد ددته رسوي اوزاتي كرامات ته د رسيدو ﭙه لړ كي دده سره مرسته كوي.4

_____________________________
مآخذ:

1- Houston Smith, World’s Religions (Harper San Francisco, 1986) p.146
2- Robert Dickson Crane, Understanding Islam: Perils and Prospects, Lecture-Part II. p.7
3- Molana Salaheddin Ali Nader Angha, Theory "I" (M.T.O. Publications, Riverside CA, 2002) p.166
4- Molana Shah Maghsoud Sadegh Angha, Al-Rasa’el - Purification and Enlightenment of the Hearts, (M.T.O. Shahmaghsoudi Publications, Tehran, 1975) p.4



بیرته شاته | اصلی پاڼه | لوړ | د مستقیموافاضاتو برخه | د مکتب سره تماس


د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب ®

د اسلامی عرفان ښوونځی ®


د مکتب وب سایت

د اویسی شاه مقصودی طریقت مکتب
داویسی شاه مقصودی طریقت مکتب د (اسلامی عرفان ښوونځی) یو مذهبی او غیر تجاری سازمان دی چی هدف ئی د دین د واقعیت او د اسلام د لوړو تعالیماتو د حقایقو اعلانول او د حقیقت دلاری د طالبانو او لټونکو د زده کړی او لارښوونی دنده په غاړه لری.
خانقاوی

قرآن

د قرآن ویب سایت

تمرکز

د تمرکز ویب سایت

فعالیتونه

. MTO Sufi Associations
. MTO Sufi Society
. MTO College
. MTO Holistic Health Center
. MTO Sufi Psychology

نشرآت

. MTO Publications
. MTO Printing



د ژبی انتخاب
آلمانی
انگلیسی
عربی
چینی
دنمارکی
اسپانیایی
فرانسوی
عبری
هندی
مجارستانی
ایتالیاوی
ناروژی
اردو
پښتو
فارسی
پرتگالی
روسی
سویډنی
ترکی